IQNA

 پاکستاني او افغانستاني حسینی زیارتوال د مځکې له لارې عراق ته تللې شي

17:08 - September 08, 2022
د خبر لمبر: 3486196
ایکنا-(تهران)په کابل کې د ایران د اسلامی جمهوریت سفارت اعلان کړی چې د عراق حکومت د دغه هیواد د ځمکنیو پولو له لارې د افغان زیارت کوونکو منلو ته د چمتووالی په اعلان سره ،هغوی ته به د دوه وارې د زیارت کولو ویزې ورکړي.

ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د عراق د اربعین کمیټۍ مشر او د کورنیو چارووزیر سلاکار  مهدی الفکیکی  د دغه خبر په اعلانولو سره ووئیل و ټاکل شوه چی پاکستاني او افغانستاني زیارتوال د ایراني لوری په غږملتیا او یوازې د شلمچې پولې له لارې په حسینی اربعیّن کې د ګډون لپاره عراق ته ورتللې شي .

له بلې خوا د طالبانو د حج او اوقافو وزارت ویندوی سید محمد حسینی ددغه وزارت له لوری د اربعین په دستور کې د افغانستاني زایرینو د ګډون د بندیز خبر بې اساسه بللې دې . ځینو رسندویو پرون داسې خبرونه ورکړی وو چی د طالبانو د حج او اوقافو وزارت افغانستاني زایرین  کربلا ته د حسینی ویرجنو د سفر مخه نیولی ده .

 همداراز په کابل کې د ایران سفارت د اربعین زیارت کوونکو لپاره د ځمکې د ویزې ورکولو لپاره چمتووالی اعلان کړ

په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفارت د یوه پیغام په خپرولو سره اعلان کړی چې د عراق د حکومت له اعلان سره سم د دغه هېواد سفارت چمتو دی چې د ځمکې له لارې افغان زیارت کوونکي ومني.

په کابل کې د ایران د اسلامی جمهوریت سفارت اعلان کړی چې د عراق حکومت د دغه هیواد د ځمکنیو پولو له لارې د افغان زیارت کوونکو منلو ته چمتووالی اعلانولو سره، هغوی ته به د دوه وارې د زیارت کولو ویزې ورکړي.

د دغه سفارت په اعلامیه کې راغلي: په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفارت د افغانستان د ورور هیواد اربعین زیارت کوونکو د درناوي په خاطر د دوه ګوني ویزو د صادرولو په برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.

د ایران د اسلامي جمهوریت سفارت ویلي: د اربعین په ورځو کې عراق ته د افغانانو د تګ راتګ د زیاتې غوښتنې په پام کې نیولو سره، د ایران اسلامي جمهوریت څه موده مخکې له افغانستان سره خپلې پولې سمبالې کړې او د ننوتو او وتلو په پولو کې یې لازمې اسانتیاوې برابرې کړې دي.

د ایران د سفارت په اعلامیه کې راغلي: د دې په پام کې نیولو سره چې عراق د اربعین د مراسمو کوربه دی، هڅه شوې چې له کوربه هیواد سره په همغږۍ د ایران د اسلامي جمهوریت ویزې په دې ډول صادرې کړي چې د زیارت کوونکو په راتګ کې ځنډ رامنځته نه شي.

د يادونې وړ ده، چې عراقي چارواکو له دې مخکې اعلان کړى و، چې افغان زيارت کوونکي بايد د نجف او بغداد د هوايي پولو له لارې هېواد ته داخل شي. خو په دې وروستیو کې او داسې خبرونه چې نن خپاره شول، د عراق هېواد اعلان وکړ چې د اربعین په مراسمو کې د ګډون لپاره به افغان زیارت کوونکو ته د ځمکنیو پولو له لارې دغه هېواد ته د ننوتو اجازه ورکړي.

https://parstoday.com/ps/news/afghanistan-i120774

captcha